د ټکنالوجۍ مرستې دځلان ټیم لخوا

د ځلان معلوماتي ټکنالوجۍ مسلکی غړي لیواله دې چې د دوی د توان سره سم د ټکنالوجۍ مرسته و هرهغه مثب بدلون را وړنکي مؤسیسی او اشخاصو ته وړاندې کړی چې په ټولنه کې يې هڅې د تعلیم او زده کړی پرمختګ باندی وي. په دی وروستیو کې زموږ مسلکی غړیو د هڅې مؤسیسی لپاره یوه نوی معاصره ویب پاڼه چې په پښتو او انګریزی کې بیل شکلونه لری جوړه او په معیاری ډول يې پر لیکه کړه تر څو د نوموړی مؤسیسی انټرنیټی شتون روښانه او مرسته کوونکو ته يې په لاسی رسی کې خنډونه له مینځه ولاړ شي. او موخو ته د رسیدلو لپاره، ځلان بنسټ نوموړی مؤسیسی ته مشورتې خدمتونه چمتو کوي.    ددی ترڅنګ، د ځلان ټیم په فعال ډول د ژبی د پیاوړتیا او سمون په نیت د نړیوالو انټرنیټی سیسټمونو سره مرسته کوي. د ځلان ټولنی غړي هره میاشت د ګوګل ژباړون سره د زرهاوو ویيو او جملو په ژباړلو او سمون کې مرسته کوي. د دغه ټولنی یو فعال غړي د ګوګل د ټاپ ۵٪ مرسته کوونکو په سر کې راځې. د دې ترڅنګ دغه غړي د ژبې د ملاتړ او انټرنیټ کې د استازیتوب لپاره کمپاینونه کوي. یو وروستی مثال يې په بینګ ژباړون کې د پښتو د شاملیدو لپاره کمپاین وو چې د زرهاوو وګړیو د پاملرنی وړ وګرځید او خپله رایه يې وکارول. د دوی په مرسته اوس پښتو په دوهمه درجه د هغو ژبو په لیست کې چې مایکروسافټ يې پلان لری په راتلونکې کې د دوی په ژباړون کې شاملي کړی ځاي لري.